پنټاګون له اوکراين سره پوځي مرستو کې ځيني محدوديتونه نرموي

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې، پنټاګون له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې ځیني محدودیتونه نرموي ترڅو د امریکا یو محدود شمېر پوځي خصوصي قراردادیان اجازه ولري چې په اوکراین کې دننه کار وکړي.

د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي په ډاګه شوي ویل شوي چې، دغه قراردادیان به د جګړو له کرښو ډېر لیرې د پوځي تجهیزاتو له ترمیم او ساتنې سره مرسته کوي او په جګړه کې به برخه نه اخلي.

متحدایالتونو په تېرو دوو کلونو کې له اوکراین سره د پوځي مرستو په ترڅ کې د یوشمېر پرمختللو وسلو د سیسټمونو مرسته کړې ده.

دغو چارواکو ویلي چې، پنتاګون قراردادیانو ته اجازه ورکوي چې اوکراین ته لاړ شي ځکه هلته د اف۱۶ جنګي الوتکو او د هوایي مدافعې سیسټمونو په شمول، د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم لپاره تخنیکي لوړو مهارتونو ته اړتیا ده.

د چارواکو په خبره دغه قراردادیان به دا مسئله ډاډمنه کړي چې وسلې په چټکۍ سره ترمیم شي، ترڅو اوکرایني ځواکونه وکولای شي چې د جګړې په دوام کې ترې کار واخلي.