ډېری معتادینو له ازادي راډیو سره په مرکو کې ویلي چې، د نشې تر پرېښودلو وروسته یې اشتها ډېرېږي، خو د درملنې په ځینو مرکزونو او تر هغه وروسته په کورونو کې کافي خواړه نه وررسېږي.
په داسې حال کې چې طبي ډاکټران وايي، معتادینو ته د کافي او ګټورو خوړو ورکړه له دوی سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.
دا چې کوم ډول خواړه له معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي، معتادینو ته د ښو خوړو ورکول په کوم حالت کې ګټور او ضروري دي او څنګه کولای شو چې د نشهیي موادو پر ځای د معتادینو پام ګټورو خوړو ته راواړوو؟
پهدې اړه مو د معتادینو د درملنې له متخصص ډاکټر نعمان پوپل سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې معتادینو ته د ګټورو خوړو نه رسېدل هغوی له څه ډول روغتیايي ستونزو سره مخ کوي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5