محمدنبي: له چمپینز ټراپۍ وروسته له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګله‌دېش پر وړاندې له لومړۍ لوبې وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.

محمدنبي د بنګله‌دېش پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد چې په توپوهنه کې یې ۸۴ منډې وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

نوموړي چې د کرکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره تر لوبې وروسته خبرې کولې، وویل نه‌غواړي نور په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.

هغه زیاتوي: "نه ډېر یې نه سره اوږدوو، انشاالله په ون ډی/یو ورځنیو سیالیو کې به چمپینز ټراپي/اتلانو جام نه بعد خدای پاماني سره کوو."

محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده چې په ۱۴۵ پاڼیو کې یې ۳۵۴۹ منډې کړې دي، دوه سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلې یوازېنی لوبغاړی دی چې دومره ډېرې یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې توپ اچونه کړې چې ۱۷۱ ویکټې یې اخیستي دي.

هغه درې ټېسټ سیالۍ هم کړې دي، خو بیا یې له یادو لوبو هم تقاعد اخستی دی، نوموړي له شل اوریزو سیالیو سره د مخه ښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې تر ټولو لوبغاړو مخکې په لومړۍ لیکه کې ځای لري.