د بې پولې خبريالانو سازمان یا "آرایسایف" په خوست ولايت کې د طالبانو له خوا د سيمه ييزې "ژمن" راډيو بندول غندلي او دا يې د مطبوعاتو پر ازادۍ بريد بللی دی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۶مه په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې ژمن راډیو د طالبانو د چارواکو له خوا د موسیقۍ د غږولو په تور تړل شوې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې دې راډیو ته زر تر زره د خپرونو د بیا پیل اجازه ورکړي.
تېره ورځ د خبریالانو ټولنې ویلي وو چې د ژمن راډیو د امر بالمعروف نهی عن المنکر ادارې له خوا د خپرونو په بګراونډ کې د موسیقي خپرولو له امله وتړل شوه.
د دغه مرکز د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د خوست ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر اطلاعاتو او کلتور ، د طالبانو د امنیت او استخباراتو ریاست د موسیقۍ او اعلاناتو پر نشراتو بندیز لګولی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی پر ازادو رسنیو ډېر محدویتونه وضع کړل چې په کې پر موسیقۍ بندیز هم شامل دی.