اسراییلي ځواکونو د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل

پر بیروت د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اسراییلي ځواکونو نن سهار د نومبر ۷مه د بیروت په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل.

دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "ایران ګواښ" په اړه خبرې وکړې.

بنیامین نتانیاهو د نړۍ یو له لومړنیو مشرانو څخه و چې ټرمپ ته یې مبارکي ورکړه او د هغه بیا ټاکنه یې واک ته "په تاریخ کې ترټولو ستره بیا ستنېدنه " وبلله.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو نن د نومبر په ۷مه د ټیلیفون له لارې "د اسراییلو د امنیت لپاره په ګډه کار کولو موافقه وکړه "او دوی "د ایران د ګواښ په اړه بحث وکړ."

له دې خبرو لږ ځنډ وروسته د اسراییلو پوځ د بیروت په جنوب کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله پر مهمو مرکزونو بریدونه پیل کړل.

د لبنان حزب الله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحده ایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.

حزب الله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري چې سیاسي برخې استاي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

پر بیروت کې له وروستیو بریدونو مخکې د اسرايیلو پوځ د کورونو د تخلیه کولو امر صادر کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د یوې سیمې په ګډون له څلورو سیمو ووځي.