د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر ايران ته سفر کوي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر وایي چې، په راتلونکو څو ورځو کې به ایران ته ولاړ شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه به له چارواکو سره خبرې وکړي.

رافایل ګروسي د دې سفر خبر پرون د ایټالیا په پلازمېنه روم کې خبریالانو ته ورکړ او ویې ویل، تمه لري چې د امریکا د متحدایالتونو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره رغنده همکاري وکړي.

ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې متخصصین منع کوي چې له غني شویو یورانیمو کتنه وکړي او له څو کلونو راهیسې په ځینو مرکزونو کې د یورانیمو د غني کولو په اړه دې ادارې ته معلومات نه ورکوي.

په دوه زره پنځلسم کال کې نړیوالو له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ چې له‌‌مخې به یې ایران یورانیم تر معین مقدار زیات نه غني کوي او پر ایران به لګول شوي بندیزونه تدریجي لرې کېږي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې په دوه زره اتلسم کال کې له‌دې تړون څخه بهر شو چې تر اوسه د دې اټومي تړون برخلیک سم څرګند نه‌دی.