د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغان خبریالان په نړۍ کې د افغانستان وګړو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي.
مېرمن ډیکر دغه څرګندونې پرون سهشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې کړې دي.
دغهراز نوموړې ويلي، معلوماتو ته د لاسرسي حق په نړیواله کچه یو منل شوی بشري حق دی او د ژوند په ټولو برخو کې د اګاهانه تصمیم نیونې لپاره اړین ګڼل کېږي.
د نوموړې په خبره خبریالان او د رسنیو کارکونکي باید خوندي وي او له غچ اخیستنې او ډار څخه پرته باید وکولای شې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د نومبر دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت لهدې مخکې د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي و چې، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پهکې خبریالان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي، چې د اکثرو عاملان یې نه په نښه شوي او نه هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.