د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي له بنګلهدېش سره د درې یو ورځنیو سیالیو تر پیل یوه ورځ وړاندې په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې بنګلهدېش په یو ورځنیو سیالیو کې یوه متوازنه لوبډله ده او دا سیالۍ ورته یو ښه چلینج دی.
دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۵مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار ترسره شو، شهيدي په وروستیو کلونو کې د افغان ملي لوبډلې لاسته راړونې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چې لوبډله به یې لا ځلېږي او خپل مینهوال به خوښ ساتي.
نوموړي د بنګلهدېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه به د شارجې په لوبغالي کې پیل شي، مهمې وبللې او د خپلې لوبډلې د پوره چمتوالي ډاډ یې ورکړ.
هغه وویل: " بالکل له تېرو دوو کلونو راهیسې زمونږ لوبډلې ډېرې لاسته راړونې لرلي دي، تر مخکې ډېر ښه شوي یو، وجه یې د ټیم یووالی دی او هلکان هم ډېره خواري کوي. لکه څنګه چې تاسې وویل، زمونږ د ایمرجېنګ ځوانانو هم ښه لوبه وکړه، بالکل هغه زمونږ لپاره هم یو ښه ډاډ دی او مونږ به هم هڅو وکړو چې په راتلونکو سیالیو او ټورنمنټونو کې کامیابۍ ترلاسه کړو."
افغان لوبډلمشر وویل، له تېرو لسو ورځو راهیسې په شارجه کې دي او د بنګلهدېش پر وړاندې سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی، هغه دغه راز په ټینګار سره وویل چې د هېڅ لوبلړۍ لپاره په ځانګړو مسایلو سوچ نه کوي، بلکې هڅه یې دا ده چې له هر حالت سره د اړتیا مطابق چلند وکړي.
شهیدي د ملي لوبډلې د دوو لوبغاړو ابرهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د نشتون په تړاو وویل: "د مجیب په هکله چې زه راتلم له ډاکتر او سلېکشن سره وغږېدم، هغه د تداوۍ لپاره کرکټ بورډم ممبي ته لېږلی دی، کرکټ بورډ لګیا دی چې هغه زر تر زره روغ شي، ځکه د ټیم ضرورت دی. همداغسې ابراهیم چې د نیوزیلنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبې په تمریناتي کمپ کې یې پښه قات شوه او بیا کرکټ بورډ انګلینډ ته ولېږه د تداوي لپاره، هغه هلته عملیات وکړ او هیلهمند یې چې تر چمپینز ټراپۍ مخکې ښه شي."
د ویلو ده چې افغانستان او بنګلهدېش به د افغان کرکټ بورډ په کوربهتوب د نومبر په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.