د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په کییف کې له اوکرایني چارواکو سره وکتل.
هغې نن دوشنبه کییف ته ورسېده چې له اوکراینه خپل ملاتړ څرګند کړي.
بایربوک پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت کییف ته سفر وکړ.
هغې وویل چې جرمني د نړۍ په کچه له خپلو ډېرو شریکانو سره یوځای په کلکه د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د جګړې له پیله اوکراین ته د خپل اتم سفر پر مهال ویلي چې د اوکراینیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي تر څو چې دوی د عادلانه سولې لپاره خپله لاره تعقیب کړي.