د اوکراین په شمال ختیځ ښار خارکییف کې د پولیسو پر یوه سټېشن د روسیې په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۲۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایوان ویګیفسکي پرون پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې، د خارکییف په مرکزي برخه کې د پولیسو ماموریت د دوو روسي توغندیو په وسیله په نښه شو.
د بیان لهمخې په ټپیانو کې ۴ ملکي وګړي هم شامل دي.
پرون لهدې مخکې د خارکییف د لویې څارنوالۍ د سیمهيیز دفتر ویاند دیمیترو چوبینکو وویل، د روسيې پوځ سهار مهال پر دې ښار د دوو بالستیک توغندیو په وسیله برید وکړ چې دوه د استوګنې کورونه یې ویجاړ او دوه تنه یې ټپیان کړل.
خارکییف چې د اوکراین دوهم لوی ښار دی، د روسیې له سرحد څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې پروت دی.