د امریکا متحدایالتونه وايي، د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان چې د اوکراین پر پوله ځای پر ځای شوي، ښايي په راروانو ورځو کې جګړې ته ولېږل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه، چې د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټین او د هغوی د جنوبي کوریا سیالان په کې حاضر وو.
بلېنکن ویلي: "موږ تر اوسه نهدي لیدلي چې دا سرتېري د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې ځای پر ځای شوي وي، خو موږ اټکل کوو چې په راتلونکو ورځو کې دا کار وشي."
هغه ویلي روسیه د شمالي کوریا دغو سرتېرو ته د توپونو په ویشتلو، بېپيلوټه الوتکو او نورو برخو کې روزنه ورکوي.
د ده په وینا دا هرڅه دا په ډاګه کوي، چې دوی به بشپړ ډول هوډ لري، چې دغه ځواکونه د جګړې پر لومړۍ کرښه د پوځي عملیاتو لپاره وکاروي.