له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان شپږم راغلی

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

له مجازاتو د ژورنالیستانو د قاتلانو د خوندیتوب په تازه شاخص کې افغانستان کې تر جنوبي سوډان وروسته شپږم راغلی دی.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه یا "سي‌پي‌جی" CPJ د شاخص په سر کې اول او دویم د هیتي او اسراییل نومونه راغلي چې د ژورنالیستانو وژنې په کې کېږي، خو قاتلان یې له مجازاتو خوندي دي.

دا کمېټه وايي په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالیستان وژل شوي دي.

دغې کمېټې په نړۍ کې د ژورنالیستانو له وژنکو د معافیت په باب په یوه شاخص کې ویلي، په افغانستان کې د ۱۳ دغو وژنو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د راپور له مخې، زیاتې وژنې په ۲۰۱۸م کال کې شوې دي، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول چې ۹ تنه یې ژورنالیستان وو او په هغوی کې د ازادۍ رادیو درې خبریالان؛ سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ شامل وو.

د هغو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.