د امریکا د متحدهایالاتو چارواکي چې په هغوی کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سيآیاې مشر ویلیم برنز هم شامل دی، نن پنجشنبه مصر او اسراییل ته سفر کوي.
د امریکا په دغه پلاوي کې، د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره په نړیوال ائتلاف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی استازی برت مکګورک او د نړیوالې زېربنا او انرژۍ د خوندیتوب لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی همږغوونکی اموس هوخشټاین هم برخه لري.
دوی به د سیمې په کړکېچ کې د ایران پر دخالت، د لبنان پر موضوع او په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر مسئله خبرې وکړي.
یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستلی شوی، رویټرز خبري اژانس ته دا موضوع تایید کړې او دا سفر داسې وخت کېږي چې واشنګټن په سیمه کې د روان کړکېچ د کمولو هڅه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ سنټکام قوماندان، جنرال مایکل اریک کوریلا په سیمه کې دی چې هغه به هم اسراییل ته سفر وکړي.
په همدې حال کې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي لا هم جګړه روانه ده.
فرانسې د چهارشنبې په ورځ د اسراییل لهخوا پر غزه د سې شنبې ورځې حمله وغندله، چې په نتیجه کې یې یوه وداني ونړېده او د ګڼ شمېر ماشومانو په ګډون په کې ۹۳ کسان ووژل شول.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د غزې د شمال په بیت لاهیا کې هغه حمله په کلکو ټکو غندي چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې فرانسې د فلسطینیانو د دغه قلمرو په شمال کې پر روغتونونو هم د اسراییل حملې غندلې دي.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د څه باندې یوه کال جګړې پر مهال د وژل شویو شمېر ۴۳زره ۱۶۳ته او د ټپیانو ۱۰۱زره ۵۱۰ ته رسېدلی دی.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس ډلې وسلهوالو د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل ناڅاپي حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
د دې جګړې له پیلېدو سره د اسراییل پوځیان تقریباً هره ورځ د لبنان له حزبالله ډلې سره هم ډزې تبادله کوي.
د اسراییل پوځ پرون د لبنان په جنوب کې د النبطية سیمې د څو کلیو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې له خپلو کلیو ووځي، ځکه دوی غواړي د حزبالله پر اهدافو حملې وکړي.
د اسراییل د پوځ ویاند افیخای ادرعي په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د حزبالله د تروریستانو تحرکاتو د اسراییل پوځ اړ ایست چې د ځواک په کارولو سره د دغو ساحو پر وړاندې اقدام وکړي.
خو د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې په نبطية کې هوايي حملې پیل شوې دي.
واشنګټن حزبالله تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې ده.
حزبالله چې د لبنان د جنوب ډېره برخه اداره کوي، یو سیاسي ګوند دی، پوځي څانګه هم لري.
د دې ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.