د بشري حقونو څار بنسټ: له لبنانه د سوریايي وګړو بېرته ستنېدنه به دوی له فشارونو سره مخ کړي

په لبنان کې د سوریې د کډوالو د یوه کمپ څنډه

د بشري حقونو د څار بنسټ پرون خبرداری ورکړ، د سوریې هغه وګړي چې په لبنان کې دېره دي، د اسراییل او لبنان د جګړې له کبله که خپل هېواد ته ستنېږي، ښايي له فشارونو سره مخامخ شي.

له کله چې له یوې میاشتې راهیسې دغه جګړه پیل شوې، د سوریې ۳۵۵زره وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي: "د سوریې هغه وګړي چې له لبنان څخه وتلو ته اړ شوي، په ځانګړي ډول نارینه، د خپلسرو نیونو او د سوریې د چارواکو له خوا د ناوړه چلند له خطر سره مخامخېږي."

کله چې اسراییل د سپټمبر پر ۲۳مه د لبنان په وړاندې خپل هوايي عملیات شدید کړل، له لبنان څخه څه باندې ۵۰۰ زره وګړي سوریې ته کډې کولو ته اړ شوي چې په هغوی کې د سوریې ۳۵۵زره او ۱۰ وګړي هم شامل دي.