د لبنان د حزبالله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم نن د دې ډلې د پوځي څانګې د مشر په توګه غوره شو.
دا ډله چې ایران یې ملاتړ کوي پوځي او سیاسي څانګې لري او د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.
دې ډلې نن په یوه بیان کې د قاسم د انتخاب خبر ورکړ.
نعیم قاسم پر ۱۹۹۱ کال د حزبالله د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی و.
که څه هم اسراییلو په دې وروستیو کې پر حزب الله چې د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي، ځپونکي ګوزارونه وکړل، خو ښکاري چې دا ډله تراوسه خورا ډېر امکانات لري.
د حزبالله مخکېنی مشر سید حسن نصرالله نژدې یوه میاشت مخکې د اسراییل په یوه برید کې ووژل شو.