د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.
لومړی قانون د اسراییل په قلمرو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې څانګې فعالیت بندوي او دوهم قانون له ملګرو ملتونو سره د اسراییلو ډیپلوماتیک اړیکي زیانمنوي.
د دې قانون تطبیق ښايي په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې پر کار اغېز وکړي.
دا قانون که څه هم سمدستي نه عملي کېږي، خو له ملګرو ملتونو سره د اسراییل پر اړیکو چې له پخوا راهیسې ترینګلي وو، نور ناوړه اغېز کولای شي.
د اسراییلو متحدانو له دې مخکې له دې کبله اندېښنه ښودلې چې له ملګرو ملتونو سره لانجه ښايي په غزه کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو چاره اغېزمنه کړي.