ایراني چارواکي: ۸۵۰زره غیرقانوني افغان کډوال مو ایستلي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

ایراني چارواکي وايي چې د کډوالو د ایستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰ زره غیرقانوني افغان کډوال ایستلي دي.

د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون دوشنبې تسنیم خبري آژانس ته وویل چې د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.

له بلې خوا د کرمان چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.

د کرمان د پولیسو قوماندان جنرال ناصر فرشید د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې خلک او سوداګر باید همکاري وکړي او غیر قانوني بهرنیان په کار ونه ګوماري.