د ایران د تایباد ښار یوه چارواکي په شخصي موټرو کې د بې اسناده افغان کډوالو پر تګ راتګ بنديز لګولی دی.
له دې مخکې د ايران دولتي اژانس ایسنا د لرستان د مرستيال والي مسلم مرادي په حواله راپور ورکړ چې په کرنيزو ځمکو، توليدي شرکتونو او ساختماني پروژو کې د افغان کارګرانو ګمارل منع دي.
په ایران کې پر دېره افغان کډوالو د تازه لګېدلو محدودیتونو په اړه احمدتکل د چارو له شنونکي سیدذاکر شاه سادات سره مرکه کړې ده.
سادات د مرکې په پیل کې له افغانانو سره د ایراني چارواکو د ناوړه چلند د مواردو د زیاتېدو د عواملو په اړه وايي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5