پر لبنان د اسراييلو تازه بريدونو کې د پنځه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان روغتیا وزارت وايي اسرايیل نن دوشنبه پر جنوبي ښار صور حمله کړې او لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسرايیل نن سهار د دغه ساحلي ښار په مرکز کې یوه وداني ویشتلې چې ۵ کسان یې وژلي او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویډیو راپورټر ویلي چې، د اضطراري چارو کارکوونکي یې لیدلي چې د ژوندي پاتې شویو د ژغورنې لپاره یې په امبولانس کې سیمې ته ځان رسولی و.

صور د لبنان یو ساحلي ښار دی چې د خپلې لرغونتیا له کبله د یونسکو د فرهنګي میراثونو په فهرست کې شامل دی.

اسرايیل تېره میاشت په لبنان کې د حزب‌الله ډلې پر مهمو مرکزونو خپلې هوايي حملې زیاتې کړې.

حزب‌‌الله یو پوځي-سیاسي سازمان دی چې امریکا یې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور فهرست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د دغه هېواد په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.