د مصر ولسمشر غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز اعلان کړی

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي‌

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي‌ پرون په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې، د ښاغلي السیسي د دغه وړاندیز یوه برخه دا ده چې یوشمېر برمته شوي اسرایلیان له فلسطیني بندیانو سره تبادله شي چې بیا "یوه بشپړ اوربند" ته زمینه برابره شي.

السیسي په قاهره کې خبریالانو ته د خپل وړاندیز شوي اوربند په اړه معلومات ورکړي، خو دا یې نه‌ده روښانه کړې چې دا پلان یې د جګړې اصلي لوریو اسراییل او حماس ته سپارلی او که نه.

حماس چې له څه باندې یوه کال راهیسې په غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي، د اروپایي ټولنې او امریکا له‌‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

د اوربند دغه هڅې داسې مهال کېږي چې، همدا پرون هم د غزې په شمال کې د اسراییلو بریدونو لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل.