د ملګروملتونو د امنیت شورا د دورهيي مشر په توګه سویس اعلان کړی، چې پر ایران د اسراییلو د برید په اړه غونډه د ایران په غوښتنه او د الجزایر، روسیې او چین په ملاتړ جوړیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ورته غونډې غوښتنه په یوه لیک کې د ملګروملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېریش کړې وه.
عراقچي ویلي چې، د اسراییلو برید نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی او په سیمه کې د لا زیاتې بېثباتۍ لامل ګرځي.
هغه همداشان ګواښ وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ملګروملتونو د منشور له اصولو سره سم او د نړیوالو قوانینو په اساس په مناسب وخت کې د ده په خبره دغو "جنایتونو" ته د قانوني او مشروع ځواب ورکولو حق لري.
اخوا په ملګروملتونو کې د اسرايیلو سفیر ډیني ډانون د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې د ایران شکایت رد کړ او ویې ویل، اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې پهدې بېځایه ادعا سره د اسراییلو پر ضد ډیپلوماټیک اقدام وکړي.
هغه وویل اسراییل د ځان د دفاع حق لري او د اسراییلیانو د ساتنې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
په دې اړه نور: نتنیاهو: د اسراییلو بریدونو ایران ته سخت زیان اړولی او ټول ټاکلي هدفونه ترلاسه شويد شنبې په سهار اسراییلو د اکتوبر په لومړۍ پر دغه هېواد د تهران د لوی توغندیز برید په ځواب کې د ایران ځینې پوځي تاسیسات په نښه کړل.
د راپورونو لهمخې د اسراییلو په بریدونو کې تهران ته نږدې د پارچین او خجیر په نوم پوځي اډې چې د ایران د هوايي ځواکونو اړوند وې زیانمنې شوي دي.
په دغو بریدونو کې ایران د خپلو څلورو هوايي افسرانو وژنه تایید کړې وه.
د یکشنبې په ورځ ایراني چارواکو د پلازمېنې تهران اړوند یوې سیمه کې د اسراییلو د بریدونو له امله د للهورد رحیم پور په نوم د یوه ملکي کس وژنه هم تایید کړې ده.
ویل شوي چې رحیم پور د دوشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او اسراییلي چارواکو له خولې د اسرايیلي بریدونو په اړه ځینې جزییات خپاره کړي دي.
د دې ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د شنبې سهار په برید کې تر ۱۰۰ زیاتو اسراییلي الوتکو برخه اخیستې وه او په ایران کې ۲۳ ځایونه په نښه شوي وو.
والسټریټ ژورنال د یوه اسراییلي چارواکي په قول لیکلي چې، ایران لهدې برید څخه مخکې څلور د ایس-۳۰۰ توغندیو سیسټمونه لرل، چې تر ټولو پرمختللی یې د تهران د هوایي دفاع په واک کې و، خو "ټول یې ویجاړ شوي دي."
د امریکا متحدهایالتونو پر ایران د اسراییل برید د ځان دفاع وبلله.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت وویل، په پوځي اهدافو هدفي بریدونه، د اکتوبر په لومړۍ نېټې پر اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د برید په ځواب کې د ځان دفاع ده.
ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه شاوخوا دوه سوه بالستیک توغندي د اسراییل پر لور ویشتلي و او دا په تېرو شپږو میاشتو کې دوهم ځل و چې ایران ورته اقدام کاوه.