د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د دغه هېواد بریدونو "ایران ته سخت زیان اړولی" او دې بریدونه "ټول ټاکلي هدفونه ترلاسه کړي دي."
ده دا خبرې نن یکشنبې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د اسراییل جنګي الوتکو څو پوځي هدفونه په ایران کې په نښه کړل.
نتنیاهو وویل: د تهران رژیم باید دا ساده اصل درک کړي؛ هغه څوک چې اسراییل ته زیان رسوي، اسراییل به هم ورته زیان رسوي.
نتنیاهو، چې د حماس لهخوا د اسراییل پر خاوره د برید د لومړۍ کالیزې په مناسبت خبرې کولې، همداراز وویل: "دا جګړه، چې ایران یې رهبري کوي، او په اوو جبهو کې روانه ده، د بقا جګړه ده."
له اوو جبهو څخه د نتنیاهو مطلب له حماس او اسلامي جهاد سره په غزه کې، له حزبالله سره په لبنان کې، له ایران پلوه شیعه ملېشو سره په عراق کې، د تهران له متحدو حوثیانو سره په یمن کې، په په سوریه کې له مختلفو ملېشو سره، په لویدیځه غاړه کې له فلسطیني ملېشو سره او بلاخره په خپله له اسلامي جمهوریت سره په ایران کې جګړې دي.