خامنه‌يي: د ایران حکومتي مسوولان دې اسراییلو ته خپل زور وښيي

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌‌يي

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌‌يي نن یکشنبې د اسراییل په وروستي برید کې د وژل شويو ایراني پوځيانو له کورنیو سره په کتنه کې، د اسراییلي جنګي الوتکو د برید په اړه وویل: "هغوی هڅه کوي چې دا بریدونه ستر وښيي. د هغوی دا لوی ښودل غلط دي، خو وړوکی ګڼل یې هم غلط دي. که دا ووايي چې نه، هېڅ شی نه و، اهمیت یې نه درلود، دا هم غلط دي."

نوموړي وروسته له خپلو حکومتي مسوولانو وغوښتل چې خپل زور اسراییل ته وښيي، خو دا یې ونه ویل چې دا کار به څنګه وکړي.

خو ویې ویل چې د دوی چارواکي باید د دې کار کیفیت تشخیص کړي او ښه درک کړي چې د دې هېواد او ملت مصلحت په څه کې دی او هغه عملي کړي.