د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد پر خاوره د اسراییلو بریدونه په ښکاره له نړیوال قانون او د ملګروملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن سهار د اسراییلو له ځوابي هوايي بریدونو وروسته په یوې اعلامیه کې دا بریدونه په " کلکه غندلي" او له هغو ټولو هېوادونو يې مننه کړې چې، د اسراییلو پر دې بریدونو يې نیوکه کړې ده.
خو په اعلامیه کې د نن سهار د بریدونو په اړه د ایران د پوځي غبرګون په تړاو څه نهدي ویل شوي.
عربي سکای نیوز په یو راپور کې ادعا کړې چې، ایران د یو درېیمګړي له لارې اسراییلو ته اطلاع ورکړې چې دې بریدونو ته به ځواب ور نهکړي.
بل پلو، د ایران تسنیم خبري اژانس، سپاه پاسداران انقلاب ته نژدې د یوې سرچینې په حواله ویلي: "ایران د اسراییلو د هر ډول بریدونو پر وړاندې تیار دی، ایران د دفاع حق لري او پهدې کې شک نهشته چې اسراییل به د هر ډول برید پر وړاندې مناسب ځواب ترلاسه کړي."
اسراییلو نن سهار د ایران په درې ښارونو کې یوشمېر پوځي اهداف په نښه کړل.
تهران، نن له بريدونو وروسته
ایران ویلي، پهدې بریدونو کې يې دوه سرتیري وژل شوي او یوشمېر سیمې زیانمنې شوي دي.
د اسراییلو پوځ وايي، دا هوايي بریدونه يې د ایران د بالستیک توغندیو توغولو په ځواب کې کړي دي.
ایران د اکټوبر په پیل کې پر اسراییلو په لسګونه بالستیک توغندي وتوغول چې د اسراییلو په خبره، تلفات يې نه درلودل.
پر ایران د اسراییلو تازه بریدونو ته د نړۍ یوشمېر مشرانو غبرګون ښودلی او له ایرانه يې غوښتي چې په منځنۍ ختیځ کې دې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره پر اسراییلو ځوابي بریدونه نهکوي.