د ایران او پاکستان ترمنځ پر پوله د ایراني پولهساتو له لوري د ګڼو افغانانو د وژنې د ادعا په اړه غبرګونونه مخ په پراخېدو دي.
د ایراني پولهساتو لهخوا د ایران او پاکستان پر پوله د ګڼو افغانانو د وژلو او ټپي کولو په اړه د راپورونو له خپرېدو د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم پهدې اړه کره جزیات نهدي خپاره شوي.
"تر اوسه پهدې مورد کوم پلاوی چې تللی و، لا یې د کار پایلې نهدي معلومې شويذبيحالله مجاهد
د طالبانو حکومت وایي چې لا هم پهدې اړه د دوی پلټنې دوام لري.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته د شنبې په ورځ په یو رارسېدلي پيغام کې ویلي: "تر اوسه پهدې مورد کوم پلاوی چې تللی و، لا یې د کار پایلې نهدي معلومې شوي، کله چې هغه اعلان شي، له تاسو سره یې شریکوو."
د طالبانو حکومت کې یوې باخبره سرچینې هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی له ایران او پاکستان سره په ګډه د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي، خو لا یې کوم کره شواهد او اسناد چې په خبرهیې د ایراني ځواکونو لهخوا د افغانانو وژنه وښيي، نهدي موندلي.
دغې سرچینې ادعا وکړه چې په رسنیو کې خپرې شوې ويډیوګانې د څو تنو هغو افغانانو دي چې په خبره یې تېره اوونۍ د ایران او پاکستان ترمنځ د سراوان په کلګان سیمه کې د قاچقبرانو او ایراني پولهساتو ترمنځ جګړه کې ګیر شوي وو، چې په خبره یې په هغه پېښه کې یوازې یو افغان وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د طالبانو حکومت ټاکل شوي پلاوي دغې پولې ته څېرمه ټول روغتیایي مرکزونه او د پېښې سیمه له نږدې څارلې، خو پهدې اړه یې څه نهدي موندلي.
خو د دغې پېښې په اړه غبرګونونه مخ په زیاتېدو دي.
له افغانستانه بهر او دننه ډېرو سیاسي څېرو، ډيپلوماتیکو استازولیو، د بشري حقونو سازمانونو او ان عامو خلکو هم دا پېښه غندلې.
تازه د افغانستان د ډيپلوماتیکو او قونسلي چارو د همغږۍ شورا چې د تېر جمهوري نظام لهخوا ټاکل شوي چارواکي يې مشري کوي، له ملګروملتونو د ايران پر پوله د دغو افغانانو د وژل کېدو د پېښې د "کره او هر اړخيزو" څېړنو غوښتنه کړې.
دغې شورا د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی ودروي او د دې پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.
خو ایراني چارواکي دغه پېښه ردوي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي مخکې لهدې ویلي چې، د ایراني ځواکونو په ډزو د لسګونه افغانانو د وژل کېدو خبرونه ناسم دي.
په دې اړه نور: د ايران پولهساتو لهخوا د وژل شويو افغان وګړو کورنۍ د عدالت غوښتنه کويدا پهداسې حال کې ده چې د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې چې د سیستان-بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، د سهشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایراني پولهساتو په لسګونو هغو افغان کډوال چې غوښتل یې ایران ته واوړي ډزې کړي او وژلي دي.
دغه بنسټ د څو ويډیوګانو په خپرولو چې پهکې د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان ښودل کېدل، راپور ورکړ چې دا پېښه د یکشنبې په شپه د اکټوبر په ۱۳مه د ایران سیستان-بلوچستان پوله کې د سراوان په کلګان سیمه کې شوې ده.
تر هغه وروسته ازادي راډیو ته هم داسې غږونه رسېدلي و چې دغو کسانو پهکې ځانونه د وژل شویو د خپلوانو او پېښې عیني شاهدانو په توګه معرفي کول او ادعا یې کوله چې په یاده پېښه کې تر ګڼشمېر افغانانو ته مرګژوبله اوښتې.