د بښنې نړیوال سازمان وايي، لویې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو مخه نهشي نیولای خو په پیاوړو اقداماتو دا کار ممکن دی.
دې سازمان پرون پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې، د ټولې نړۍ له حکومتونو وغوښتل چې راوړاندې شي او له طالبانو سره حسابکتاب وکړي.
د بشري حقونو دې مدافع ډلې له خپل بیان سره یوځای د هغې انلاین غوښتنې د ملاتړ لپاره غږ کړی، چې له خلکو غواړي چوپتیا ماته کړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.
د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو نړیوالو ډلو بیا بیا د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې بشري حقونه او له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې د نجونو منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه بند کړي او ډېری ښځې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.