د لبنان حزبالله ډلې نن ویلي، چې نن یې د حیفا په جنوب کې د اسرايیل پر یوه پوځي اډه یو لړ میزاییل ویشتلي دي.
دا پهداسې حال کې ده، چې اسرايیل نن د یوم کیپور په نوم د یهودانو مهم مذهبي جشن لمانځي.
د ایران متحدې ډلې حزبالله په یوه اعلامیه کې ویلي، ځواکونو یې د میزاییلو په حملې سره د اسرايیل د منفجره موادو یوه فابریکه په نښه کړې ده.
د دې ادعا په باب اسرايیل څه نهدي ویلي.
دا پهداسې حال کې ده، چې په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله ساتنې پر ماموریت د اسرايیل دویمې هوايي حملې په ډیپلوماتیک ډګر کې انتقادونه پارولي دي.
ملګروملتونو پرون ویلي چې، پهدې پېښه کې دوه سریلانکايي سوله ساتي ټپیان شوي دي.