د ازادي راډیو اوونیزې نیمې نړۍ خپرونه کې د هغو مېرمنو په هکله خبرې شوي چې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره افغاني جامې، یخنونه او داسې نور جوړوي.
په پیل کې به واورئ چې هغو مېرمنو چې پخوا رسمي دندې درلودلې، خو اوس یې د طالبانو حکومت کار ته نه پرېږدي، له خپلو اقتصادي ستونزو څخه څه وایي؟
لاسي ګنډل لکه افغاني کالي جوړول، یخن ګنډل، قالینې اوبدل تر کومه حده د دې مېرمنو اقتصادي ستونزې حلولی شي؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5