پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو دوام؛ هارتز: اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

په داسې حال کې چې نړیوال فکر کوي چې اسراییل به پر ایران برید وکړي، د اسراییل حملې پر لبنان روانې دي.

یوه اسراییلي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې، فرانس پرېس اژانس ته پرون وویل چې د اسراییل پوځ تیارسی شوی چې د اسراییل پر خاوره او خلکو د ایران غیرقانوني برید ته ځواب ورکړي.

خو دغه پوځي چارواکي په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل چې اسراییل به کله او څرنګه حمله کوي.

د اسراییل هارتز، انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستي راپور ورکړی چې اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي.

ایران تېره اونۍ په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل چې اکثر یې شنډ شول.