طالبان: د شېرخان بندر له لارې د بهرنيو سېلانيانو تګ راتګ زيات شوی

ويل شوي بهرني سېلانيان تر ډېره له بند امير ليدنه کوي

د کندوز ولایت لپاره طالب چارواکو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو د ورتګ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په کندوز کې د طالبانو د بهرنیو چارو ریاست د قونسلي چارو مسوول حافظ عبید‌الله کورنیو رسنیو ته نن ویلي، چې د روان لمریز کال له پیله د شېرخان بندر له لارې ۶۵۰ بهرني سېلانیان چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، تر اوسه افغانستان ته تللي او بېلابېلې سیمې یې کتلي دي.

ویل شوي زیاتو سېلانیانو بدخشان او بامیان ولایتونه د خپلو اصلي مقاصدو په توګه یاد کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې امنیتي پېښې کمې شوي او دغه هېواد ته د خلکو تګ زیات شوی، خو لا هم ګڼ کسان په ځانګړي هغه افغانان چې په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی په ډاډه زړه افغانستان د تګ اراده نه‌شي کولی.