ضمير کابلوف: د بريکس غونډې ته د طالبانو بلل د غړو هېوادونو په پرېکړه پورې تړلي دي

ارشيف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د بریکس ډلې راروانې غونډې ته د طالبانو د استازي رابلل د دغه سازمان د غړو هېوادونو په پرېکړې پورې تړلي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلي کابلوف د وینا پر اساس پرون جمعه راپور ورکړی، چې ویلي یې دي، په‌دې برخه کې روسیه نه‌شي کولی چې د شریکانو له رضایت پرته نور هېوادونه په یو اړخیز ډول غونډې ته راوبولي.

ټاکل شوې د بریکس بله غونډه د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسیې په کازان ښار کې وشي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې غوښتنه کړې وه، چې د بریکس غونډې ته د دوی استازي هم وروبلل شي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو معین اندري رودینکو تېره پنج‌شنبه ویلي وو، چې په بریکس غونډه کې لا هم د طالبانو د ګډون غوښتنه منل شوې نه‌ده.

هغه ویلي وو، چې د دغه ډلې غړي هېوادونه د طالبانو د استازو د ګډون پر سر نه‌دي سلا شوي.

په برکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي، خو روان میلادي کال یې مصر، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، ایران او ایټوپیا هم غړیتوب ترلاسه کړ او اوس یې د غړو شمېر ۱۰ ته رسېږي.