په پلازمېنه اسلام‌آباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي

په اسلام اباد کې د شانګهای سازمان د غونډې او د عمران خان د پلویانو د ترسره کېدونکو مظاهرو له کبله لویې لارې بندې شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه په پلازمېنه اسلام‌آباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کوي.

دې وزارت نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، دا ځواکونه د شانګهای ناستې د امنیت د تامین په هدف سر له سبا شنبې د روانې میاشتې تر ۱۷مې نېټې په اسلام‌آباد کې ځای پرځای کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا ځواکونه د پاکستان د صداعظم شهباز شریف تر منظورۍ وروسته چې پوځ او رېنجرز ځواک به هم په کې شامل وي، اسلام‌آباد ته د امنیت د ټینګښت لپاره وربلل کېږي.

ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه د اکټوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام‌آباد کې وشي.

بل پلو، نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چاته به د مظاهرو لپاره اسلام‌آباد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

هغه د تحریک انصاف ګوند له پلویانو غوښتي چې د نورو هېوادونو استازي پاکستان ته راځي، نو ځکه دې مظاهري نه کوي.

تحریک انصاف ګوند یا "پي‌ټي‌آی" د خپل زنداني مشر او د پاکستان پخواني صداعظم عمران خان د خوشې کېدو په موخه نن د اسلام‌آباد په جمهوریت څلور لاره کې د مظاهرو اعلان وکړ.