هالنډ ته د یو شمېر افغانانو د لېږد پرېکړه وغندل شوه

د هالند بیرغ

د هالنډ د حکومت اپوزسیون د واکمن ښې اړخي ګوند هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د دوی له پوځیانو سره افغان کارکوونکي هالنډ ته نه لېږدوي.

د هالنډي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د هالنډ د حکومت وزیرانو هغه پرېکړه بېرته واخیسته چې ویلي وو، ۱۴۵ افغان امنیتي ساتونکي چې په افغانستان کې يې په غیرمستقیم ډول د دوی له پوځیانو سره کار کړی و، هالنډ ته انتقالوي.

اپوزسیون پرون ماښام په یو لړ بحثونو کې ویلي، دا پرېکړه افغان امنیتي ساتونکو ته د مرګ د سزا د ورکولو او د "ژمنې ماتولو" په مانا ده.

اپوزسیون له ښې اړخو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د هالنډ حکومت ویلي، که څه هم ممکن د دغو افغان امنیتي ساتونکي ډېر شمېر په هالنډ کې د پناه د غوښتنې وړ وي، خو د دوی انتقال او په هالنډ کې يې ځای پرځای کول ستونزمن دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نژدې څلور زره افغانان هالنډ ته انتقال شوي دي.