روسیه نن جمعه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې کوربنه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سه‌شنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، په‌دې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو، له نشه‎يي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سه‌شنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ روسیې ته لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي به د غونډې په څنډه کې نن جمعه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري او پر دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.

د روسیې په ګډون، تر اوسه هيڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.