امریکا په لبنان کې د حزب‌الله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ

په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد د اسراییلو د بمباریو یو انځور

د امریکا متحده‌ایالاتو پرون په لبنان کې د حزب‌الله ډلې خلاف د اسراییل د بمباریو په څرګنده ملاتړ وکړ.

په دې کې هغه هوايي حمله هم شامله ده چې په نتیجه کې یې په بیروت کې د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله ووژل شو.

امریکا په عین حال کې ویلي، اوس په لبنان او غزه کې د اوربند وخت راغلی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.

بایډن په یوه اعلامیه کې د حزب‌الله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف د اسراییل د ځان د دفاع د حق پر ملاتړ بیا ټینګار کړی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندیده ده، حسن نصرالله یو تروریست یاد کړی چې لاسونه یې د هغې په وینا د امریکایانو په وینو سره وو.

د اسراییل پوځ پرون ویلي چې د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې ووژل شو.