طالبانو په بریکس اقتصادي تړون کې د غړیتوب غوښتنه کړې

د طالبانو بیرغ

طالبانو د بریکس له اقتصادي تړون څخه غوښتي چې د دوی حکومت ته غړیتوب ورکړي.

فرانس پرېس اژانس د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا پرون خبر ورکړ چې وایي، د روسیې، هند او چین په څېر د نړۍ ځواکمن اقتصادي هېوادونه د بریکس غړي دي چې اوس دوی له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او لېواله دي څو خپلې اړیکې ورسره پراخې کړي.

د طالبانو باختر اژانس خبر ورکړی چې د دوی حکومت غواړي چې د بریکس تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

د بریکس تړون دوه ورځنۍ سرمشریزه د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې په کازان ښار کې جوړېږي.

فرانس پرېس اژانس ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي چې تراوسه طالبانو ته د بریکس په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د بریکس تړون په ۲۰۰۹م کال کې روسیې، هند، چین او برازیل تاسیس کړ، یو کال وروسته جنوبي افریقا ورسره یوځای شوه.

سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات او ایران هم لېواله دي چې د دې تړون غړي شي.