په افغانستان کې پر نارینه‌وو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت له‌خوا د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون تر توشیح کېدو وروسته پر ښځو سربېره پر سړیو هم محدودیتونه او بندیزونه جدي شوي دي.

واشنګټن پوست پرون یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.

دوی ویلي، ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.

دا محدودیتونه پخوا هم و، خو واشنګټن پوست لیکلي چې تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.

طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د امر بالمعروف د قانون په توشیح کېدو سره محتسبانو ته دا اختیار ورکړ چې د سپارښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې سرغړونکی توقیف کولی شي.

دغه قانون که څه هم په کور دننه او بهر له یو شمېر غبرګونونو سره مخامخ شو، خو طالبانو یې ننګه وکړه او وې ویل، هغه کسان چې دا غبرګونونه ښيي، له اسلامه نه دي خبر.