په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده

د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د غونډې انځور

په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پي‌ټي‌آی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو له‌خوا رابلل شوې وه.

د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.

د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پي‌ټي‌آی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.

په اسلام‌آباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پي‌ټي‌آی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.

د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.