د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې تېر ماسپښین یې په کابل کې دوه طالبان په یوه برید کې وژلي او بل تن ټپي کړی دی.

دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکس­‌پاڼه لیکلي چې د دوی وسله‌والو د کابل سرای شمالي ته نږدې د طالبانو پر موټر دا حمله وکړه.

طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.

ملګرو ملتونو تېره سې شنبه د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت پر وړاندې جنګېدونکې ډلې "د ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې" تراوسه د افغانستان د کومې سیمې کنټرول نه دی ترلاسه کړی، خو په ټکو یې دواړو وسله‌والو ډلو د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې پر طالبانو لږ ترلږه ۷۳ بریدونه کړي دي.