ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې په استانبول کې شاوخوا ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي او افغانستان ته د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د بيبيسي د راپور له مخې ځینو پناه غوښتونکو د خپلو ویډیوګانو په لېږلو سره ورته ویلي چې دوې ورځې مخکې په افغان پناه غوښتونکو کې یوه ناسمه اوازه خپره شوې وه چې دغه اداره بې اسناده پناه غوښتونکو ته د استوګنې اسناد ورکوي، خو کله چې دغه افغان پناه غوښتونکي په ډلهییز ډول دغې ادارې ته ورغلل، پولیسو ونیول.
د ترکیې حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې او دا هم څرګنده نه ده چې دغه افغان پناه غوښتونکي به دقیقاً کله افغانستان ته اخراجېږي.
ترکیې په وروستیو کې د بې اسناده پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
له پاکستانه هم د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې روانه ده او له ایرانه هم د دغو کډوالو ایستل زیات شوي دي.