د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه

د امریکا په ویرجینیا کې د رایې ورکونې له بهیره یو انځور

د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه.

یو شمېر رایو ورکوونکو د جمعې په ورځ په ویرجینیا کې تر اصلي انتخاباتو مخکې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، دې ته ورته په مینیسوټا او جنوبي ډکوټا کې رایې واچول شوې.

د امریکا د ۵۰ ایالتونو په اکثرو کې تر وخت مخکې رایې ورکولو دود شته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ له هغو شکونو سره سره چې مخکې یې څرګند کړي وو، د دغه ګوند ملي کمېټې سږ کال د دې ډول رایې اخیستنې هرکلی وکړ.