سټولټنبرګ له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل غوره پرېکړه وبلله

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې د کار موده یې پای ته رسېدلې، وویل چې د نړیوالو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملت جوړونې چارې تر حد زیات لوړ هدف و او د افغان حکومت سمدستي سقوط دا وښوده چې له هغه هېواد څخه د ناټو د ځواکونو وتل غوره پرېکړه وه.

سټولټنبرګ پرون د ده لپاره د خدای پاماني په جوړو شویو مراسمو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د دوی ماموریت ډېر اوږد شو او له شل کاله جګړې وروسته هم دوی دا جګړه نه وه ګټلې، داسې متحد افغان چارواکي نه وو چې د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته مسوولیت ومني.

ینس سټولټنبرګ په تېرو لسو کلونو کې د ناټو سرمنشي و او اوس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ټاکل شوې چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د هالنډ پخوانی صدراعظم مارک روته د هغه په ځای د ناټو د عمومي منشي په توګه کار پيل کړي.