د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سپټمبر په ۲۴مه د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوې استماعیه غونډې ته احضار کړی چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دې کمېټې پوښتنو ته ځواب ووایي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې که بلېنکن دې غونډې ته حاضر نهشي نو د کمېټې مشر به په یوه راپور کې د استازیو جرګې ته سپارښتنه وکړي چې هغه دې د دې کمېټې د احضاریې ته په سپکاي تورن کړي.
د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه چې ایا بلېنکن به په دې غونډه کې برخه واخلي کهنه رسمي څرګندونې نهدي کړي.
دې کمېټې بلېنکن پرون د سپټمبر په ۱۹مه غونډې ته وربللی و، خو د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې هغه په دې نېټه استماعیه غونډې ته نهشي حاضرېدای او د یوې بلې مناسبې نېټې د ټاکلو غوښتنه یې کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بلېنکن له دې مخکې د افغانستان په مسئله کې ۱۴ ځلې د کانګرس په استماعیه غونډو کې ګډون کړی او څلور ځلې د بهرنیو کمېټې پر وړاندې حاضر شوی او هم دې وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند د ډېرو مرکو د متنونو او نورو شواهدو په ګډون نږدې شل زره پاڼو اسناد ورسپارلي دي.