متقي: د طالبانو حکومت د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول ترلاسه کړی

په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه وویل چې درې کاله وروسته له دې چې دوی واک ته ورسېدل، حکومت یې په نړۍ کې د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول تر لاسه کړی دی.

هغه زياته کړه، د دوى وزارت تېر کال د ترکيې، روسيې، ايران او پاکستان په ګډون ١١ هېوادونو ته لسګونه ډيپلوماتان لېږلي دي.

رویټرز خبری اژانس په خپل راپور کې لیکلې چې هېڅ نړیوال حکومت په رسمي توګه د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو چین او متحده عربي اماراتو په رسمي توګه په خپلو پلازمېنو کې د طالبانو د حکومت سفیران منلي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون لوېدیځو هېوادونو ویلي چې د طالبانو د هر ډول رسمي پېژندلو لاره به تر هغه وخته بنده وي چې دوی د ښځو د حقونو په برخه کې لاره هواره نه کړي، د نجونو او مېرمنو لپاره عالي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي او د هغوی د بشپړې ازادۍ اجازه یې نه وي ورکړې.

متقي وویل چې افغانستان به په روانه اوونۍ کې ازبکستان ته نوی سفیر واستوي او تمه لري چې روسیه به ډېر ژر طالبان د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وباسي.

د جولای په میاشت کې طالبانو وویل چې دوی به له ۱۴ افغان ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره اړیکې پرې کړي او د هغو سفارتونو صادر کړي پاسپورټونه او ویزې یې هم بی اعتباره علان کړې.