هرات کې ترافیکې پېښه؛ د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي

ارشیف

د هرات ځايي مسوولان وایي چې پرون دغلته په یوه ترافیکې پېښې کې د یو کورنۍ ۹ غړي مړه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبری اژانس د طالبانو د حکومت د هرات ولایت ویاند یوسف سعیدي له قوله وايي چې پېښه د دې ولایت په زاول ولسوالۍ کې د یو پاسو او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

خراب سړکونه، د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو له‌خوا د ترافیکي مقراراتو نه مراعتول، هغه څه دي چې په افغانستان کې نږدې هره ورځ د ورته خونړیو ترافیکي پېښو سبب کېږي.