پاکستان کې د افغان سندرغاړې لطیفې رڼا مړینه؛ رحماني: مېرمن رڼا په کلاسیکې موسیقۍ کې ځانګړی ځای درلود

افغان سندرغاړې لطیفه رڼا د تېري یکشنبې په ورځ په کوټه کې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوې ده.

افغان سندرغاړې لطیفه رڼا د ۷۰ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوه.

هغه د افغانستان د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکې وه، خو د ژوند ډېره برخه یې په کندهار او وروستي کلونه یې د پاکستان د بلوجستان ایالت په کوټه کې تېره کړل.

لطیفه رڼا د تېري یکشنبې په ورځ په کوټه کې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوه.

د موسیقي استاد عبدالرحمن رحماني وایي، لطیفه رڼا د یوې هنرمندي کورنۍ غړې وه چې د افغانستان په اصیله کلاسیکه موسیقي کې ځانکړی ځای درلود.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د رڼا د مړینې راپور