د اوکراین ولسمشر له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، کییف له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی دی او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوس یې د پلي کولو هوډ لري.

ولودومیر زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې دا پلان "بریالی پلان" وباله او څرګنده یې کړه چې د ټولې اروپا اوږدمهاله امنیت ته اړتیا شته.

د اوکراین ولسمشر تېره اوونۍ ویلي وو چې روانه میاشت به د دې پلان په اړه د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي، همداراز به یې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو کاملا هاریس او ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي.

ټاکل شوې ده چې زیلینسکي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره د امریکا متحد ایالتونو ته ولاړ شي.