د بخښنې نړیوال سازمان: له ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي

ارشیف: طالبانو په افغانستان کې پر ښځو یو زیات شمېر محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا وړاندیز پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړ.

دا سازمان وړاندې لیکي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو له هر راز فشار څخه کار واخلي چې دوی مجبوره شي چې د ښځو او نجونو حقوق رعایت کړي او اجازه ورکړي څو دوی بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل او بیا کال وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ وتړلې.