کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

مېلمه لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبډلې په ګټه وین مولډر تر نورو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل‌حق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو تر سوځېدو ورسته په ۲۶م اور کې پوره کړ.

په افغان توپوهونکو کې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

فضل‌حق فاروقي د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

ټاکل شوې ده چې، دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او وروستۍ به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ولوبوي.