ريچارد بېنيټ: هيڅ پلمه نه‌شي کولی له زده‌کړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي

د نجونو يو ښوونځی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ وایي، هیڅ پلمه نه‌شي کولای له زده‌کړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.

ښاغلي بېنیټ نن چهارشنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر له ښونځیو د افغان نجونو د محرومیت د درېیمې کلیزې په مناسبت دا څرګندونې کړي او نوموړی له هغه نړیوال کمپاین سره یوځای شوی چې شعار یې دی: "د افغان نجونو غږ، زده‌کړې نه‌شي منتظرېدای."

هغه ټینګار کړی چې، افغان نجونې او ښځې د زده‌کړو حق لري.

طالبانو په ۱۴۰۰هجري لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ښونځي وتړل او وروسته یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.